انصار: (د مرغومی پنځمه)، د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې اسراییلي پوځ د فلسطیني کډوالو پر «المغازي» کمپ بمبار کړی چې په کې له ۷۰ کسانو ډېر وژل شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه برید له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه شوی چې کېدای شي د وژل شویو شمېر تر دې هم لوړ شي.
سرچینې دا هم ویلي چې د غزې په شمال جبالیه کمپ کې هم پر یوه کور د اسراییلو په هوایي برید کې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.
د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې ویلي، د اسراییلو بمبارۍ د مغازي او د کډوالو د دوو نورو کمپونو بریج او النصیرات ترمنځ لارې هم تړل شوې چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ سره مخ کړي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، پر غزه د اسراییلو په بمباریو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۱ زرو اوښتی چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي او۵۴ زره نور ټپیان شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29223